کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه کې څه باندې ۲۴ زره بزګرانو ته اصلاح شوي غنم وویشل شول

5 دلو 1401 ساعت 13:59

د فراه ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې د دغه ولایت ۲۳ زره ۵۰۰ کروندګرو ته اصلاح شوي غنم او کیمیاوي سرې ورکړل شوې دي.


آوا - هرات: د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوی عبدالمومن فیصل وايي چې په تیرو دریو میاشتو کې د دغه ولایت ۲۳۵۰۰ بزګرانو ته اصلاح شوي غنم او کیمیاوي سرې ورکړل شوي دي.
 
هغه زیاته کړه: هر بزګر ته ۱۲ زره افغانۍ، اصلاح شوي غنم او کیمیاوي سرې ورکړل شوې دي.
 
د دغه چارواکي په وينا، دغه مرستې د بېلابېلو موسسو له خوا د دې ولايت کروندګرو ته د زياتو او ښه کيفيت لرونکو محصولاتو د ترلاسه کولو په موخه ورکړل شوې دي.
 
په ورته وخت کې هغه کروندګر چې دغه مرستې یې ترلاسه کړې خوښي څرګندوي او وايي چې د غنمو اصلاح شوي تخمونه به د دوی د حاصلاتو او حاصلاتو په ښه والي کې ډېر اغېزمن تمام شي.
 
دوی له چارواکو غوښتنه کوي چې د هر ډول کرنیزو وسایلو په برابرولو کې ورسره همکاري وکړي.
 
فراه ولایت حاصلخیزې ځمکې لري او ډېری وګړي یې په کرنه بوخت دي.
 
کدو او هندواڼې د دغه ولایت له مشهورو محصولاتو څخه دي.
 


د مطلب کود: 264309

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264309/په-فراه-کې-څه-باندې-۲۴-زره-بزګرانو-ته-اصلاح-شوي-غنم-وویشل-شول

آوا
  https://www.avapress.com