دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 264309
په فراه کې څه باندې ۲۴ زره بزګرانو ته اصلاح شوي غنم وویشل شول
د فراه ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې د دغه ولایت ۲۳ زره ۵۰۰ کروندګرو ته اصلاح شوي غنم او کیمیاوي سرې ورکړل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوی عبدالمومن فیصل وايي چې په تیرو دریو میاشتو کې د دغه ولایت ۲۳۵۰۰ بزګرانو ته اصلاح شوي غنم او کیمیاوي سرې ورکړل شوي دي.
 
هغه زیاته کړه: هر بزګر ته ۱۲ زره افغانۍ، اصلاح شوي غنم او کیمیاوي سرې ورکړل شوې دي.
 
د دغه چارواکي په وينا، دغه مرستې د بېلابېلو موسسو له خوا د دې ولايت کروندګرو ته د زياتو او ښه کيفيت لرونکو محصولاتو د ترلاسه کولو په موخه ورکړل شوې دي.
 
په ورته وخت کې هغه کروندګر چې دغه مرستې یې ترلاسه کړې خوښي څرګندوي او وايي چې د غنمو اصلاح شوي تخمونه به د دوی د حاصلاتو او حاصلاتو په ښه والي کې ډېر اغېزمن تمام شي.
 
دوی له چارواکو غوښتنه کوي چې د هر ډول کرنیزو وسایلو په برابرولو کې ورسره همکاري وکړي.
 
فراه ولایت حاصلخیزې ځمکې لري او ډېری وګړي یې په کرنه بوخت دي.
 
کدو او هندواڼې د دغه ولایت له مشهورو محصولاتو څخه دي.
 
https://avapress.com/vdcjyxe8huqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته