کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تر دې دمه ۹ میلیونه او ۱۶۰ زره الکترونیکي تذکرې افغانانو ته ویشل شوي دي

5 دلو 1401 ساعت 14:05

د اسلامي امارت د احصایې او اطلاعاتو ادارې د ۹ میلیونه او ۱۶۰ زره الکترونیکي تذکرو د ویش اعلان کړی او ویلي یې دي چې له دې جملې څخه ۳ میلیونه او ۷۰ زره یې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته ویشل شوي دي.


آوا - کابل: د احصایې او اطلاعاتو ریاست د چهارشنبې په ورځ (دلو ۵ ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۵ میلیونه ۸۰ زره نارینو ته او ۴ میلیونه ۷۷ ښځو ته برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي دي.
 
دغې ادارې د افغانستان په تېر حکومت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيل کړې وه او د جمهوري رياست تر سقوط پورې يې په بېلابېلو ولايتونو کې څه باندې شپږ ميليونه او ۹۰ زره وېشلي دي.
 
د احصايې او اطلاعاتو رياست هم وايي، هڅه کوي د ولسواليو په کچه د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونه فعال کړي، څو ټول ښاريان يې د ترلاسه کولو لپاره نږدې مرکزونو ته لاسرسی ولري.
 
دا مهال د احصایې او اطلاعاتو اداره په ټول هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره ۶۹ مرکزونه او ۳ ګرځنده ټیمونه لري.
 
د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ په تېر حکومت کې د احصايې او اطلاعاتو ادارې له خوا پيل شوې وه، چې تر دې مهاله يې په ټول هېواد کې خلکو ته برېښنايي تذکرې وېشلې دي.
 


د مطلب کود: 264311

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264311/تر-دې-دمه-۹-میلیونه-او-۱۶۰-زره-الکترونیکي-تذکرې-افغانانو-ته-ویشل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com