دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 264311
تر دې دمه ۹ میلیونه او ۱۶۰ زره الکترونیکي تذکرې افغانانو ته ویشل شوي دي
د اسلامي امارت د احصایې او اطلاعاتو ادارې د ۹ میلیونه او ۱۶۰ زره الکترونیکي تذکرو د ویش اعلان کړی او ویلي یې دي چې له دې جملې څخه ۳ میلیونه او ۷۰ زره یې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته ویشل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د احصایې او اطلاعاتو ریاست د چهارشنبې په ورځ (دلو ۵ ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۵ میلیونه ۸۰ زره نارینو ته او ۴ میلیونه ۷۷ ښځو ته برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي دي.
 
دغې ادارې د افغانستان په تېر حکومت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيل کړې وه او د جمهوري رياست تر سقوط پورې يې په بېلابېلو ولايتونو کې څه باندې شپږ ميليونه او ۹۰ زره وېشلي دي.
 
د احصايې او اطلاعاتو رياست هم وايي، هڅه کوي د ولسواليو په کچه د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونه فعال کړي، څو ټول ښاريان يې د ترلاسه کولو لپاره نږدې مرکزونو ته لاسرسی ولري.
 
دا مهال د احصایې او اطلاعاتو اداره په ټول هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره ۶۹ مرکزونه او ۳ ګرځنده ټیمونه لري.
 
د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ په تېر حکومت کې د احصايې او اطلاعاتو ادارې له خوا پيل شوې وه، چې تر دې مهاله يې په ټول هېواد کې خلکو ته برېښنايي تذکرې وېشلې دي.
 
https://avapress.com/vdccs0qis2bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته