دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 264329
د داعش یو شمېر فرانسوي اتباع له سوریې څخه فرانسې ته ستانه شوي
د فرانسې حکومت اعلان کړی چې ۱۵ فرانسوي ښځې او ۳۲ ماشومان، د داعش د غړو خپلوان چې د سوریې په شمال کې د داعش ترهګرې ډلې په زندانونو کې بندیان وو، فرانسې ته ستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فرانسې حکومت پرون سه شنبه (دلو ۴) وویل چې دغو فرانسویانو په خپله خوښه په عراق او سوریه کې د داعش تر ولکې لاندې سیمو ته سفر کړی و او په ۲۰۱۹ کال کې د داعش له ماتې وروسته د سوریې د ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
 
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل: "د قانوني عمر څخه کم ماشومان د طبي او ټولنیز پاملرنې ترلاسه کولو لپاره د ماشومانو د ساتنې مسؤلیت د بنسټونو په اختیار کې ساتل شوي دي. دغه کسان هم اړوندو قضايي ارګانونو ته وسپارل شوي.
 
د فرانسې حکومت تر دې مخکې په دوو جلا عملیاتو کې ۳۱ ښځې او ۷۵ ماشومان دغه هېواد ته راستانه کړي وو، چې دا د داعش د غړو او د هغوی د کورنیو د بېرته ستنېدو دریمه لویه پېښه ده.
 
دغه راستانه شوي ښځې او ماشومان د داعش ترهګرې ډلې خپلوان وو چې د روضې په کمپ کې چې د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو تر کنټرول لاندې دی ساتل شوي وو.
 
په ۲۰۱۹ کې توقیف شوي کورنیو او ماشومانو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د شکنجې او غیر انساني یا سپکاوي چلند پروړاندې د کنوانسیون ۲ او ۱۶ مادو څخه د سرغړونې له امله د فرانسې پروړاندې جدي اقدام وکړي.
 
دا کسان وروسته له هغه بیرته راستانه شول چې ملګرو ملتونو فرانسه په دې وغندله چې خپل اتباع چې د سوریې په شمال کې په زندانونو کې بندیان دي بیرته نه ورکوي.
 
د يادونې وړ ده، چې د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه د بېرته ستنېدونکو مېرمنو او ماشومانو کره شمېر نه دى په ډاګه کړى، په دغو کمپونو کې يو شمېر ماشومان زېږېدلي دي.
 
https://avapress.com/vdcb5ab59rhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته