دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 264330
د ملګرو ملتونو مرستیال: نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره دوه اړخیزو اړیکو ته لېواله ده
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس د اسلامي امارت د رئیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې وویل چې نړیواله ټولنه د اسلامي امارت سره د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګولو او د ستونزو د حل لپاره چمتو ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صدراعظم دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د صدراعظم د دفتر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارتین ګریفیتس سره وکتل.
 
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل: موږ د امنیت په تامین، بښنې، د فساد د ختمولو او د معتادینو په درملنه کې د اسلامي امارت د هڅو ستاینه او ملاتړ کوو.
 
هغه زیاته کړه، د تېرو څلوېښتو کلونو په پرتله په افغانستان کې وضعیت ښه شوی او د افغانانو لپاره د ښې راتلونکې لپاره هیلې ډېرې شوې دي.
 
د مارتین ګریفیتس په وینا نړیواله ټولنه د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره له اسلامي امارت سره د دوه اړخیزو اړیکو ساتلو ته لېواله ده.
 
خو د ملا عبدالغني برادر وايي چې د افغانستان د اسلامي امارت په جوړېدو سره د نشه يي توکو د کښت او اداري فساد د له منځه وړلو ترڅنګ په ګڼو پرمختیايي برخو کې پرمختګونه شوي دي.
 
ملا برادر زیاته کړه، چې امنیت د یوه هېواد د پرمختګ او پر ځان بسیاینې لپاره خورا مهم دی او له نېکه مرغه په ​​افغانستان کې ټولیز امنیت تامین شوی دی.
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له بشري مرستو څخه د مننې پرمهال وویل، اسلامي امارت د هېواد د پرمختګ لپاره ټولې هغه ستونزې چې نړیواله ټولنه یې اندېښمنه ​​وه، حل کړي دي او د دې وخت را رسېدلی چې نړیواله ټولنه په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
 
https://avapress.com/vdcdso0xzyt09s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته