کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې د سویډن بیرغ وسوځول شو

5 دلو 1401 ساعت 16:00

د کندهار ښاريانو د سويډن بيرغ د قرانکريم د سپکاوي په اعتراض کې وسوځاوه.


آوا - کندهار: په سویډن کې د یوه کس لخوا د قران کریم د سپکاوی وروسته د کندهار یو شمېر اوسېدونکو نن چهارشنبه د دغه هېواد بیرغ ته اور ورته کړ.
د کندهار اوسېدونکی شمس الله آوا ته وويل: قرآن کريم هغه سپېڅلی کتاب دی چې د خدای تعالی له لوري پر خپل وروستي پېغمبر حضرت محمد (ص) نازل شوی او دغه سپېڅلی کتاب د اسلام د ټولو پيروانو لپاره ډېر ارزښت لري.
 
هغه د قرآن کریم سپکاوی یو غیر اخلاقی عمل وباله او ویې ویل: که مونږ د دغه غیر اخلاقی اعمالو په وړاندې ودریږو نو د یو مسلمان په توګه مو د خپل دین په وړاندې خپل مسئولیت په سمه توګه ادا کړی.
 
د کندهار يو بل اوسېدونکي شفيع الله وفا هم په دې اړه آوا ته وويل: "د قران کريم سپکاوى يو ډېر تعصب څخه ډک کار دى او هېڅوک حق نه لري چې د مسلمانانو اسلامي ارزښتونو او عقايدو ته سپکاوى وکړي."
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې دا د هر مسلمان دنده ده چې د دغه ډول جنایت پر وړاندې ودرېږي او په هر ډول چې توان وي باید د دغه جنايت پر وړاندې ودرېږي.
 
نوموړي له ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه له ځوانانو وغوښتل، چې په ټولنيزو رسنيو او په خپل ورځني ژوند کې د دغه ډول جنايتونو په وړاندې غبرګون وښيي، ترڅو هيڅوک د اسلامي ارزښتونو او اسلامي عقايدو د سپکاوي جرات ونه کړي.
 
په همدې حال کې په سویډن کې د قران کریم له سوځولو وروسته د بېلابېلو هېوادونو مسلمانانو هم مظاهرې وکړې.
 


د مطلب کود: 264331

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264331/په-کندهار-کې-د-سویډن-بیرغ-وسوځول-شو

آوا
  https://www.avapress.com