دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 264343
د نویو افغانیو بانکنوټونو د وېش لړۍ پیل شوه
د افغانستان مرکزي بانک وايي، د هېواد سوداګريزو بانکونو ته يې سل ميليونه نوي افغانۍ بانکنوټونه وېشلي او له يادو بانکونو يې زړي بانکنوټونه راټول کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکزي بانک پرون چهارشنبه (دلو ۵) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د نویو افغانیو بانکنوټونو د صادرولو بهیر یې پیل کړی دی.
 
دغه بانک وايي، چې د هېواد سوداګريزو بانکونو ته يې سل ميليونه نوي بانکنوټونه وېشلي او له دغو بانکونو يې زړي بانکنوټونه راټول کړي دي.
 
د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، په نويو بانکنوټونو کې ۱۰، ۲۰، ۵۰ او ۱۰۰ افغانۍ شاملې دي.
 
له څه مودې راهیسې د هېواد خلک په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو له شتون څخه شکایت کوي.
 
مرکزي بانک وايي، د بازار د اړتیاوو په پام کې نیولو سره او د مناسبو پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره نوي بانکنوټونه بازار ته داخلوي او پر ځای یې زاړه بانکنوټونه راټولوي.
 
https://avapress.com/vdchkknix23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته