دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 264344
د غور ولایت د چهارسدې هوايي ډګر پرانیستل شو
د غور ولایت د چهارسدې هوايي ډګر د چهارشنبې په ورځ (دلو ۵) د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.دغه هوايي ډګر د غور ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې په معیاري ډول جوړ شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي: د غور ولایت د چهارسدې هوايي ډګر چې د پکتیک موسسي په همکارۍ جوړ شوی، د ښاریانو لپاره به ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې.
 
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، چې د دغه هوايي ډګر له جوړېدو څخه يې موخه د دغه ولايت د باعزته خلکو د عاجلو او لازمو ستونزو هوارول دي. په ځانګړې توګه د چهارسدې ولسوالۍ خلک.
 
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، تمه ده چې د دغه کوچني هوايي ډګر په پرانیستلو او ګټې اخیستنې سره به د اړتیا په وخت کې د ځمکني ترانسپورت له لارې بندبدو په صورت کې د دغه ولسوالۍ د خلکو د ستونزو یوه برخه حل کړي.
 
https://avapress.com/vdci55ar5t1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته