کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودي عربستان ۳۱۴ افغان بندیان خوشي کړل

6 دلو 1401 ساعت 11:00

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د سعودي عربستان حکومت د دغه هیواد له زندانونو څخه ۳۱۴ تنه افغان اتباع خوشي کړي دي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تېره شپه (دلو ۵) په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې د سعودی حکومت ۳۱۴ تنه افغان اتباع له بنده خوشې کړی دی چې د عسیر، جیزان، الباحه، ابها، طائف، مدینه منوره، قنفذه، شمیسی، تبوک او حدا ښارونو کې د هغه هیواد زندانونه خوشې شوي دي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه کسان د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ د هڅو په پایله کې خوشي شوي او هیواد ته د دوی د ستنیدو زمینه برابره شوې ده.
 
نوموړي د دغه شمېر کسانو د بندي کېدو د لامل په اړه نور جزئيات ورنه کړل.
 
د يادونې وړ ده، چې سعودي عربستان تر دې وړاندې هم په بېلابېلو مواردو کې لسګونه افغان اتباع چې په هغه هېواد کې د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بنديان وو، خوشې کړي وو.
 


د مطلب کود: 264360

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264360/سعودي-عربستان-۳۱۴-افغان-بندیان-خوشي-کړل

آوا
  https://www.avapress.com