دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 264360
سعودي عربستان ۳۱۴ افغان بندیان خوشي کړل
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د سعودي عربستان حکومت د دغه هیواد له زندانونو څخه ۳۱۴ تنه افغان اتباع خوشي کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تېره شپه (دلو ۵) په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې د سعودی حکومت ۳۱۴ تنه افغان اتباع له بنده خوشې کړی دی چې د عسیر، جیزان، الباحه، ابها، طائف، مدینه منوره، قنفذه، شمیسی، تبوک او حدا ښارونو کې د هغه هیواد زندانونه خوشې شوي دي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه کسان د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ د هڅو په پایله کې خوشي شوي او هیواد ته د دوی د ستنیدو زمینه برابره شوې ده.
 
نوموړي د دغه شمېر کسانو د بندي کېدو د لامل په اړه نور جزئيات ورنه کړل.
 
د يادونې وړ ده، چې سعودي عربستان تر دې وړاندې هم په بېلابېلو مواردو کې لسګونه افغان اتباع چې په هغه هېواد کې د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بنديان وو، خوشې کړي وو.
 
https://avapress.com/vdcg3t9xzak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته