دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 264366
په سویډن کې د قران کریم د سپکاوي په غبرګون کې د ارزګان د خلکو پراخ لاریون
په سویډن کې د قران عظیم الشان د توهین پر ضد د افغانستان د خلکو د پراخو اعتراضونو په دوام کې، د ارزګان ولایت اوسېدونکو هم د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې لاریون وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: په سویډن کې د قرآن کریم د سپکاوي په غبرګون کې د اروزګان ولایت اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ (دلو ۵) د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې لاریون وکړ.
 
یو له لاریون کوونکو څخه محمد وویل: هغه کتاب چې خدای تعالی پر موږ نازل کړی دی به وسوځول شي او مسلمانان دومره ویده شوي چې د کفر پر وړاندې به ونه دریږي او د خپل اسلام غچ به نه اخلي.
 
هغه زیاته کړه: انشاالله د اروزګان ولسونه او د نورو اسلامي هیوادونو مسلمانان به هر څومره چې ممکنه وي هڅه وکړي چې د کفري هیوادونو په مقابل کې ودریږي او دا شعار ورکړي چې هغه هیواد چې د افغانانو او قران کریم سپکاوی کوي زموږ څخه به خبر نه ویني.
 
بل لاريون کوونکي حبيب الله هم وايي: په سويډن کې د قران کريم ته سپکاوى يو غير اخلاقي عمل دى او هيڅ دين ته بايد سپکاوى ونه شي.
 
هغه همدا راز زیاته کړه: مسلمانان باید د قرآن کریم په اړه غیر مسلمانان خبر کړي، چې دا کتاب د مسلمانانو لپاره ډېر ارزښت لري او په هر حالت کې به له دغه سپېڅلي کتاب څخه دفاع کوي، ترڅو نور د دغه سپېڅلي کتاب او دیني ارزښتونو سپکاوی ونه شي. .
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو ورځو کې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم په سويډن کې د قران کريم د سپکاوي په غبرګون کې خلکو پراخ لاريونونه پيل کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcce0qie2bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته