دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 264371
په پکتیکا ولایت کې د ۱۱ پلچکونو د اساسي ترمیم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د ټولګټو وزارت وايي، د پکتیکا ولایت په درې بېلابېلو لارو کې د ۱۱ پلچکونو د اساسي ترمیم چارې د ۳،۴ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت نن پنجشنبه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په پکتیکا ولایت کې ۱۱ پلچکونه د دغه ولایت د فواید عامې ریاست له خوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
 
دغه پروژه د پکتیکا ولایت مرستیال والي مولوي محب الله حماس، د دغه ولایت د ټولګټو رئیس مولوي محمد اکبر عادل او یو شمېر نورو چارواکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
 
په ټویټ کې راغلي، چې د بیارغونې دغه پروژه د ټولګټو وزارت له خوا د ۳،۴ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره، چې لګښت یې د ټولګټو وزارت له بودیجې ورکړل شوی.
 
د يادې پروژې د کار په ترڅ کې د سيمې يو شمېر اوسېدونکو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې او اوس د کار په بشپړېدو سره به په يادو لارو کې د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله حل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې پکتيکا د هېواد يو له ختيځو ولايتونو څخه دى، چې ډېرې برخې يې د تګ راتګ وړ دي او ډېرى لويې لارې يې په نړيوالو معيارونو نه دي جوړې شوې.
 
https://avapress.com/vdciy5arzt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته