کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د پنځو ولايتونو اوسېدونکو په سويډن کې د قران کريم د سپکاوي پر ضد لاريون وکړ

6 دلو 1401 ساعت 12:16

د کندوز، ننګرهار، زابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو سلګونو اوسېدونکو په سویډن کې د قران کریم د سوځولو په اعتراض کې لاریون وکړ. لاريون کوونکو د مرګ پر سويډن شعارونه ورکول او د دغه هېواد بيرغ يې وسوځاوه.


آوا - کابل: د کندز، ننګرهار، زابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو لسګونو اوسېدونکو په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو په اعتراض کې لاریون وکړ.
 
لاريون کوونکو د مرګ پر سويډن شعارونه ورکول او د دغه هېواد بيرغ يې وسوځاوه.
 
دوی په سویډن کې د قران کریم د سوځولو مسوولینو ته د سزا غوښتنه وکړه، خو د هېواد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په سويډن او هالنډ کې د قران کريم د سوځولو په غبرګون کې د هېواد ټولو رسمي او غير رسمي امامانو او خطيبانو ته په خپلو ويناوو کې د دغه عمل د غندلو خبر ورکړى دى.
 
د دې اعلامیې په دوام کې راغلي دي چې د سویډن په هیواد کې د یوه متعصب کافر له خوا د مسلمانانو سپېڅلي کتاب (قرآن کریم) بې حرمتي او قرآن کریم سوځول شوی چې له مخې یې ټولو رسمي او غیر رسمي امامانو ته لارښوونه کیږي چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې مبلغین د جمعې په ورځ په خپلو ویناوو کې د قران کریم سپکاوی په کلکو ټکو وغندي.
 
په دې وروستیو کې د راسموس پالودان په مشرۍ ځینو ښي اړخو افراطي ډلو په ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته قرآن کریم سوځولی دی.
 
اسلامي هېوادونو دغه عمل غندلی دی. اسلامي امارت له سویډن څخه غوښتي چې د دې پېښې عاملین ته سخته سزا ورکړي او اجازه ورنکړي چې په راتلونکي کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد دا ډول وحشیانه او شرمناک عملونه تکرار کړي.
 
د تېر کال (۲۰۲۲) په اپریل میاشت کې راسموس پالودان په سویډن کې د «قران کریم د سوځولو» له امله د خلکو غوسه راپارولې وه او یو شمېر هېوادونو د هغه دغه عمل غندلی و.
 


د مطلب کود: 264374

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264374/د-هېواد-پنځو-ولايتونو-اوسېدونکو-په-سويډن-کې-قران-کريم-سپکاوي-پر-ضد-لاريون-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com