کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مجاهد: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي

6 دلو 1401 ساعت 14:10

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اقتصادي همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د خبرو په تعقیب چې له اسلامي امارت سره یې د تعامل پر اړتیا ټینګار کړی، ویلي چې افغان حکومت په افغانستان کې د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې د ښو اړیکو غوښتونکی دی.


آوا - کابل: اسلامي امارت وايي، د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې ښې اړیکې غواړي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته ويلي: موږ د هغو نړیوالو غونډو ملاتړ کوو چې له افغانستان سره د اړیکو د دوام او په هېواد کې د نظام، امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې اقدام کوي.
 
د اسلامي امارت ویاند وايي، د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو او همکارۍ غوښتونکی دی او دغه هېوادونه باید له افغانستان سره همکاري وکړي.
 
د اقتصادي همکاریو د سازمان یا ایکو غونډه د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې وه چې پکې د افغانستان د روان وضعیت په ګډون د سیمې پر پرمختګونو خبرې وشوې.
 
په دې کتنه کې د اقتصادي همکاريو د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامينولو او له اوسني حکومت سره د خبرو پر اړتيا ټينګار وکړ.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په دې غونډه کې وویل چې د افغانستان د اوسني حکومت انزوا به د دغه هېواد د خلکو کړاوونه نور هم زیات کړي. هغه له اسلامي امارت سره په تعامل ټینګار وکړ.
 
ښاغلي زرداري وویل: په دې حساس وخت کې د اسلامي امارت انزوا ته اړول به د عامو خلکو کړاوونه لا زیات کړي. تاریخ موږ ته دا درس راکړی چې متقابل عمل او خبرې اترې د مطلوبو پایلو د ترلاسه کولو یوازینۍ باثباته لاره ده او انزوا د بې ثباتۍ لامل کیږي.
هغه زیاته کړه، نړیواله ټولنه باید د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا له افغانستان سره د ۲.۴ میلیارده ډالرو د بشري او اقتصادي مرستو غوښتنې ته مثبت او سمدستي ځواب ورکړي او د هېواد د بانکي سیستم د بیا احیا کولو لارې چارې وڅېړي.
 
په همدې حال کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست بختیار سیدوف او بلاول بوټو زرداري په وروستیو کې د افغانستان پر اقتصادي او سیاسي مسایلو خبرې کړې دي.
 
په همدې حال کې، د اقتصادي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۶مه دوه ورځنۍ غونډه د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پیل شوه. په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، ترکیې، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.
 
افغانستان هم د دغه سازمان غړیتوب لري، خو د نامعلومو دلایلو له مخې دې غونډې ته د دغه هېواد استازي نه دي بلل شوي.
 


د مطلب کود: 264384

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264384/مجاهد-اسلامي-امارت-له-ټولو-هېوادونو-سره-ښې-اړیکې-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com