کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوناما: د قرآن سوځول باید د بیان له ازادۍ سره یو ځای نه شي

6 دلو 1401 ساعت 14:26

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا (یوناما) مرستیال په سویډن او هالنډ کې د قران کریم د سوځولو وروستۍ پېښې د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې څرګندونه وبلله او زیاته یې کړه چې دا کار د بیان له ازادۍ سره نه دی تړلی او موږ دا عمل په کلکه غندو.


آوا - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیال رمیز الکباروف د چهارشنبې په شپه په یوه ټویټ کې په سویډن او هالنډ کې د قرآن کریم د سوځولو په اړه غبرګون ښودلی دی.
 
د یوناما مرستیال په سویډن او هالنډ کې د قران کریم د سوځولو وروستۍ پېښې د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې څرګندونه بللې ده.
 
الکباروف وویل، دا سپکاوی دی او باید د بیان له ازادۍ سره ګډ نه شي. موږ دا عمل په کلکه غندو.
 
د یوناما مرستیال ټینګار وکړ چې متقابل درناوي د سولې د فضا د ودې لپاره اړینه ده.
 
په هالنډ او سویډن کې د افراطي سیاستوالو له خوا د قرآن سوځول د اسلامي هېوادونو له توند غبرګون سره مخ شوي دي.
 
په همدې حال کې د کندز، ننګرهار، زابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو سلګونو اوسېدونکو په سویډن کې د قران کریم د سوځولو پر ضد لاریون وکړ. لاريون کوونکو د مرګ پر سويډن شعارونه ورکول او د دغه هېواد بيرغ يې وسوځاوه.
 


د مطلب کود: 264388

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264388/یوناما-د-قرآن-سوځول-باید-بیان-له-ازادۍ-سره-یو-ځای-نه-شي

آوا
  https://www.avapress.com