دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 264388
یوناما: د قرآن سوځول باید د بیان له ازادۍ سره یو ځای نه شي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا (یوناما) مرستیال په سویډن او هالنډ کې د قران کریم د سوځولو وروستۍ پېښې د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې څرګندونه وبلله او زیاته یې کړه چې دا کار د بیان له ازادۍ سره نه دی تړلی او موږ دا عمل په کلکه غندو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیال رمیز الکباروف د چهارشنبې په شپه په یوه ټویټ کې په سویډن او هالنډ کې د قرآن کریم د سوځولو په اړه غبرګون ښودلی دی.
 
د یوناما مرستیال په سویډن او هالنډ کې د قران کریم د سوځولو وروستۍ پېښې د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې څرګندونه بللې ده.
 
الکباروف وویل، دا سپکاوی دی او باید د بیان له ازادۍ سره ګډ نه شي. موږ دا عمل په کلکه غندو.
 
د یوناما مرستیال ټینګار وکړ چې متقابل درناوي د سولې د فضا د ودې لپاره اړینه ده.
 
په هالنډ او سویډن کې د افراطي سیاستوالو له خوا د قرآن سوځول د اسلامي هېوادونو له توند غبرګون سره مخ شوي دي.
 
په همدې حال کې د کندز، ننګرهار، زابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو سلګونو اوسېدونکو په سویډن کې د قران کریم د سوځولو پر ضد لاریون وکړ. لاريون کوونکو د مرګ پر سويډن شعارونه ورکول او د دغه هېواد بيرغ يې وسوځاوه.
 
https://avapress.com/vdcg7t9x7ak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته