کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۳۵۰۰ جریبه ځمکه غصب شوي

6 دلو 1401 ساعت 14:31

د کابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي ټیم د دغه ولایت له یو شمېر سیمو څخه لیدنه وکړه او ویلي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې له ۳۵۰۰ جریبو څخه زیات ځمکې غصب شوې.


آوا - کابل: دغه پلاوي د دغه ولایت د بګرامی ولسوالۍ د حاجي نذیر ښارګوټي چې ۸۴۶.۵۰ جریبه ځمکه په کې شامله ده، وکتله او د دولتي ځمکو د تصدیق اسناد یې تائید کړل او له خاوندانو یې د دغو اسنادو غوښتنه وکړه.
 
همدارنګه د ځمکو د غصب مخنیوي بورډ د بګرامي ولسوالۍ د یعقوبی په کلي کې ۵۷ جریبه بله ځمکه هم وڅېړله.
 
دغه راز پورتني پلاوي د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د امید سبز ښارګوټي (حاجي نبي هستوګنې) چې په ۱۷۵۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی و، د دولتي ځمکو د تثبیت د اسنادو پر بنسټ جوړ کړ.
 
دغه بورډ د دارالامان د شادمان په سیمه کې ۸۹۵ جریبه نوره ځمکه چې د ۲۹۵ او ۲۹۶ نمبر ځمکې د تثبیت اړونده ده، حکومت ته تایید کړه.
 
د کابل ولايت تخنيکي بورډ د ټولو يادو شويو ځمکو اسناد غوښتي او تر څېړنې لاندې دي.
 
د یادولو وړ ده چې د دولتي ځمکو د بیرته نیولو حکم د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده لخوا صادر شوی دي.
 


د مطلب کود: 264389

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264389/د-کابل-ښار-په-بېلابېلو-سیمو-کې-څه-باندې-۳۵۰۰-جریبه-ځمکه-غصب-شوي

آوا
  https://www.avapress.com