کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو هیله څرګنده کړه چې ښځې بیرته کار ته راستانه شي

6 دلو 1401 ساعت 15:20

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلي چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو پر مهال په غیردولتي موسسو کې د کار کولو لپاره د ښځو د راستنیدو په اړه ډاډمن ځوابونه ترلاسه کړي دي.


آوا - کابل: د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس CNN ته ویلي، که څه هم تیره میاشت د اسلامي امارت له لوري په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیزونه پر ځای پاتې دي.
 
هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت د مشرانو ځواب دا و چې دوی په یوه کړنلاره کار کوي چې په راتلونکو اونیو کې به جوړ شي او د مرستو په رسولو کې به د ښځو رول ته پام وکړي.
 
هغه زیاته کړه: زه له دې پروسې خوښ یم او د اسلامي امارت له ټولو مسؤلینو چې ما ورسره لیدلي دي، مثبت ځواب مو ترلاسه کړی، نو د هغې پایلې ته منتظر یو.
 
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړه چې موږ به د فبرورۍ په پای کې له دوی سره په دې برخه کې ژورې خبرې وکړو، څو باور ولرو چې کومه کړنلاره چې جوړېږي باید د افغانانو ټولې اړتیاوې پوره کړي.
 
نوموړي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني، د بهرنیو چارو وزارت له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره لیدلي او خبرې اترې کړې دي.
 


د مطلب کود: 264396

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264396/ملګرو-ملتونو-هیله-څرګنده-کړه-چې-ښځې-بیرته-کار-ته-راستانه-شي

آوا
  https://www.avapress.com