کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل ښار کې د ۳۱ ځوانانو د واده مراسم ترسره شول

7 دلو 1401 ساعت 12:19

د کابل په لوېدیځ کې د یوې خیریه موسسې له خوا د اسانه ودونو د کلتور د بنسټیز کولو او د زیاتو لګښتونو د مخنیوي په هدف د ۳۱ ځوانانو د ډله ییز واده مراسم ترسره شول.


آوا - کابل: د کابل په لویدیځ کې د الکوثر خیریه بنسټ له خوا پرون (پنجشنبه، دلو ۶) د ۳۱ ځوانانو د ډله ایز واده مراسم ترسره شول.
 
د دې مراسمو تنظیموونکي وايي، چې د واده د دې مراسمو له ترسره کېدو یې موخه د اسانه ودونو د کلتور دودول، د لوړو لګښتونو مخنیوی او له هغو کورنیو سره مرسته ده، چې د خپلو عزیزانو د واده د لمانځلو توان نه لري.
 
خو هغه ځوانې جوړې چې په دې ډله ييزو ودونو کې يې برخه اخيستې وه له فرهنګي او خيريه موسسو څخه غوښتنه کوي چې ډله ييز ودونه په افغاني ټولنه کې يو کلتور وګرځوي.
 
په دغو مراسمو کې يو تن علي محمد وويل: د ډله ييزو ودونو ترسره کول د زياتو او بې ځايه لګښتونو مخه نيسي او کلتوري بنسټونه بايد دې موضوع ته پاملرنه وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې ډېری افغان کورنۍ د کمزوري اقتصاد له امله د خپلو ماشومانو د ودونو د تنظیمولو توان نه لري او په دې وروستیو کلونو کې په ټولنه کې د ډله ییزو ودونو کلتور پراخ شوی دی.


د مطلب کود: 264413

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264413/په-کابل-ښار-کې-د-۳۱-ځوانانو-واده-مراسم-ترسره-شول

آوا
  https://www.avapress.com