کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د متقی او د ناروې د سفارت د شارژدافیر لیدنه؛ بکر: موږ له افغانستان سره اوږد مهالو اړیکو ته چمتو یو

7 دلو 1401 ساعت 16:25

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په خپل ټویټر پاڼه کې په افغانستان کې د ناروې د سفارت شارژدافیر پال کلومن بکر د دغه وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متفي سره د لیدنې په اړه یو پیغام خپور کړی دی.


آوا: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تېره شپه (دلو ۶) په خپله ټویټر پاڼه کې یو بیان خپور کړی او لیکلي دي چې دواړه لوري په دې کتنه کې په بشري مرستو، امنیتي، انکشافي همکاریو او سیاسي مسایلو خبرې وشوې.
 
ښاغلي بکر وویل چې هیواد یې د تل په څیر له افغانستان سره اوږد مهالو اړیکو ته چمتو دی او هڅه کوي چې له افغانانو سره مرسته وکړي.
 
هغه زیاته کړه، هېواد یې هوډ لري چې له افغانستان سره د سیاسي تعامل لپاره له نړیوالو شریکانو سره په ګډه کار وکړي.
 
هغه وویل چې د افغانستان د چارواکو او اوسنی حکومت یو حقیقت دی او نړۍ باید په رښتینې توګه ورسره چلند وکړي. متقي هم په دې کتنه کې وویل چې موږ باید هڅه وکړو چې نړۍ او افغانستان له یو بل سره نږدې کړو او د ناروې هېواد په دې برخه کې ښه تجربه لري او رول لوبولی شي.
 
هغه زیاته کړه چې د افغان حکومت د نویو کړنو ستاینه باید وشي او مثبت ځواب ورکړل شي. ښاغلي متقي وویل چې موږ له لسیزو جګړو وروسته امنیت تامین کړی دی. موږ د داعش او نشه يي توکو پر وړاندې په اغېزمنه توګه مبارزه کړې او ژمن یو چې په هېواد کې هر اړخیز ثبات تامین کړو او له افغانستان څخه هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړه، په افغانستان کې د فشار له انتخابه کار اخیستل کومه پایله نه لري او اوس باید له یو بل سره په همکارۍ مخته لاړ شو، له بده مرغه ځینې هېوادونه لا هم د فشار په انتخاب باور لري. ناروې یوازینی اروپايي هیواد دی چې غواړي له اسلامي دولت سره اړیکي ټینګې کړي، خو تراوسه یې دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.


د مطلب کود: 264424

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264424/د-متقی-او-ناروې-سفارت-شارژدافیر-لیدنه-بکر-موږ-له-افغانستان-سره-اوږد-مهالو-اړیکو-ته-چمتو-یو

آوا
  https://www.avapress.com