کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان او سمنګان کې د قران کريم د سوځولو پر ضد لاريون؛ اسلامي امارت باید په زړورتیا سره د کفارو د توطیو په وړاندې ودریږي

8 دلو 1401 ساعت 10:16

د بدخشان او سمنګان ولایتونو اوسېدونکو د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته په سویډن او هالنډ کې د قرآن کریم بې حرمتي او د دغه سپېڅلي کتاب سوځول وغندل. دوی له اسلامي امارت وغوښتل چې د دښمنانو د دسیسو په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او د اسلام د دښمنانو د غرور په وړاندې دې ځواب ورکړي.


آوا - بدخشان: د بدخشان ولایت اوسیدونکي د جمعې په ورځ د دلوه په ۷ مه د بدخشان په مرکز فیض آباد ښار کې د مخابراتو ریاست ته څېرمه د سپورت په میدان کې راټول شوي وو. د سويډن، هالنډ او د نړۍ په کفري هېوادونو کې د قران کريم د بې حرمتۍ د غندلو په ترڅ کې دوی د «مرګ په امريکا او غلامانو» شعارونه ورکړل.
 
په بدخشان کې لاريون کوونکو يو درې ماده ييز پريکړه ليک هم ولوست چې پر بنسټ يې په لومړۍ ماده کې کفري مشرانو او هغو کسانو ته چې د بيان د ازادۍ تر نامه لاندې د مسلمانانو مقدساتو ته سپکاوى کوي خبردارى ورکړ چې "ستاسو ناوړه افکار او مفکورې د زوال په حال کې دي او د هدایت رڼا خپریږي، تاسو کله په فرانسه کې د چارلي ابدو له خطابه، کله د امریکا د پادري او کله په ناروې او سویډن کې د دښمنۍ کړنې ترسره کوئ، خو پوه شئ چې دا دښمنانه کړنې به دا عظیم کتاب له منځه نه وړي.
 
  د دغې اعلاميې په دويمه ماده کې دوى د اسلامي نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د دغه کتاب په مرکز کې دې تر يوۀ مشرۍ لاندې سره راټول شي، ترڅو دښمن نور زموږ مقدساتو ته د سپکاوي جرات ونه کړي.
 
دوی په دریمه ماده کې د اسلامي امارت له مشرانو څخه غوښتنه کړې چې د دا ډول دښمنانه کړنو په غندلو کې ځانونه محدود نه کړي او له اسلامي امارت څخه د نړۍ د مسلمانانو تمه د اسلامي خاورو له نورو واکمنانو سره توپیر لري. دوی باید په زړورتیا سره د کفارو د توهینونو په وړاندې ودریږي او د اسلام د دښمنانو دغو توهیناتو ته بل ځواب ورکړي.
 
دوی وویل چې دوی د ملګرو ملتونو او امنیت شورا په څیر له کفري سازمانونو څخه هیڅ غوښتنه او تمه نه لري او پوهیږي چې دا سازمانونه د اشغالګرو په خدمت کې دي.
 
په پای کې لاریون کوونکو د سویډن، امریکا او د کفري هیوادونو بیرغونو ته اور ورته کړ.
 


د مطلب کود: 264432

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264432/په-بدخشان-او-سمنګان-کې-د-قران-کريم-سوځولو-پر-ضد-لاريون-اسلامي-امارت-باید-زړورتیا-سره-کفارو-توطیو-وړاندې-ودریږي

آوا
  https://www.avapress.com