کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو په اعتراض کې د غور ولایت خلکو پراخ لاریون وکړ

8 دلو 1401 ساعت 11:15

د غور ولایت خلکو پرون (جمعه، دلو ۷) د جمعې له لمانځه وروسته په سویډن کې د قران کریم د سوځولو په اعتراض کې لاریون وکړه. په دې لاريون کې، چې د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې تر سره شوه، په زرګونو علماوو، مجاهدينو، سپين ږيرو، ښاريانو، ځوانانو او تنکيو ځوانانو برخه اخيستې وه.


آوا - هرات: پرون جمعه د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکو قرآن کریم ته د سویډن د یوه تبعه د بې حرمتۍ په اعتراض کې لاریون وکړ.
 
دغو مظاهره چیانو مرګ په سویډن او د اسلام له دښمنانو څخه د قرآن غچ اخستلو شعارونه ورکول.
 
د دوی په وینا قرآن کریم د ټول بشریت لپاره د عدالت کتاب او د نړۍ تر ټولو معتبر کتاب دی.
 
د غور ولایت اوسیدونکو ټینګار وکړ چې د قرآن عظیم الشان سپکاوی د اسلام د پیروانو له سخت غبرګون سره مخامخ دی او د قرآن کريم ته سپکاوی هيڅکله د بخښلو وړ نه دی.
 
دوی له اسلامي نړۍ وغوښتل چې د کفارو دغه ناوړه عمل ته ځواب ورکړي.
 
دوی څرګنده کړه چې د دغه عمل په وړاندې به اسلام امت پاتي نه شي.
 
په دې لاریون کې ګډونوالو په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو د مسئول کس مجسمې او عکسونه وسوځول.
 


د مطلب کود: 264442

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264442/په-سویډن-کې-د-قرآن-کریم-سوځولو-اعتراض-غور-ولایت-خلکو-پراخ-لاریون-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com