کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له اسلامي امارت سره د ایران تعامل په مختلفو برخو کې دوام لري

8 دلو 1401 ساعت 11:25

په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د اعلانولو په ترڅ کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: د افغانستان په چارو کې د ایران سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی وایی، د افغانستان له روان وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لار د سیاسی خبرو پیل دی.
 
ښاغلي قمي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتونکی دی.
 
په افغانستان کښې د ایران سفیر په دې اړه وویل: که د ایران اسلامی جمهوریت یو څه وايي د ورورولي په توګه دی، دا د خیر او نصیحت له مخې دی، نه د لاسوهنې په معنا.
 
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي زیاته کړه: د بن په غونډه کې د افغانستان د واقعیت یوه برخه هم ونه لیدل شوه، وبه ګورو چې څه وشول.
 
د هغه په ​​وينا، ايران له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ په موخه جدي او ټينګ تعامل لري.
 
په کابل کښې د ایران سفیر همدارنګ وویل: په اقتصادی او تجارتی برخو کښې د ایران اسلامی جمهوریت له افغان حکومت سره هراړخیزه همکارۍ ته چمتو دی.
 
حسن کاظمي قمي زیاتوي چې امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې ملاتړ کوي.
 
په افغانستان کې د ايران سفير حسن کاظمي قمي په دې خبرو کې زياته کړه چې په ايران کې له پنځو میليونو څخه زيات افغان کډوال مېشت دي او باور لري چې ايران دوى ته ښه خدمات وړاندې کړي دي.
 
هغه زیاته کړه: د ایران د اسلامی جمهوریت دریځونه د انقلاب د بریالیتوب له پیله د افغانستان له خلکو ملاتړ کوی او د ایران دغه ملاتړ په ټولو مختلفو پړاوونو کښې یو شان دی.
 
په کابل کې د ایران سفیر زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت هیله لري چې په افغانستان کې د ثبات، امنیت او سوکالۍ شرایط رامنځته شي څو افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.
 
باید وویل شي، چې په افغانستان کې د ایران د سفارت مشر او د ولسمشر ځانګړي استازي په کابل کې له ایراني بنسټونو سره په کتنه کې ویلي، چې افغانستان یو ګاونډی دی، چې د ایران په بهرني سیاست کې ستراتیژیک متحد کېدای شي. امریکایان له افغانستانه ووتل خو د خپلو شرارتونو په خاطر په دې هیواد او سیمه کې دوام ورکوي.
 
تر دې مخکې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوه ټویټ کې ویلي وو چې حسن کاظمي قمي د شنبې په ورځ (دلو ۱) کابل ته راغلی او په کابل کې د ایران د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
 
دغه ایراني دیپلومات په هرات کې د ایران په کونسلګرۍ کې هم دنده ترسره کړې ده.
 


د مطلب کود: 264445

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264445/له-اسلامي-امارت-سره-د-ایران-تعامل-په-مختلفو-برخو-کې-دوام-لري

آوا
  https://www.avapress.com