دخپریدو نیټه :شنبه ۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 264455
د هوا پېژندنې اداره: کابل او د هېواد ځینې ولایتونه به د درنو واورو شاهد وي
د هوا پېژندنې ادارې وړاندوينه کړې، چې نن شنبه (دلو ۸) او سبا (دلو ۹) به کابل او د هېواد په يو شمېر مرکزي او سوېلي ولايتونو کې د سختو واورو ورېدو شاهد وي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې د هېواد په جنوب ختیځو او شمالی ولایتونو کې هم د اورښت اټکل شوی دی.
 
په ورته وخت کې نړیوالو ادارو اټکل کړی چې په راتلونکو ورځو کې به په کابل کې د هوا تودوخه منفي ۱۱ درجې سانتي ګراد ته راښکته شي، خو د هوا پېژندنې اداره وايي چې په پلازمېنه کې به د هوا تودوخه منفي ۴ درجو ته ورسېږي.
 
په دې وروستيو اوونيو کې په هېواد کې د سړې هوا له امله تر ١٥٠ زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او زرګونه څاروي هم له منځه تللي دي.
 
https://avapress.com/vdcbsab5srhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته