کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نشه يي توکو روږد کسان خوښ دي چې د دولت له لوري راټول شوي دي

8 دلو 1401 ساعت 15:18

وروسته له دې چې د افغانستان اسلامي امارت د کابل ښار له بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه تر پل سوخته لاندې په نشه يي توکو د روږدو کسانو ګڼه ګوڼه راټوله کړې، یو شمېر روږد کسان وايي چې د اسلامي امارت له دغه کار څخه خوښ دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه (دلو ۸) په خپله ټویټر پاڼه کې یو ویډیویي ټیپ خپور کړی چې په ترڅ کې یې د اسلامي امارت څخه د روږدو کسانو د راټولولو له امله مننه کړې ده.
 
دغه روږد کسان وايي چې د اسلامي امارت دغه کړنه په تېرو شلو کلونو کې بې مثاله ده او دوی د اسلامي امارت له دغه کړنې خوښ دي.
 
دوی زیاتوي چې نشه يي توکو د دوی ژوند خراب کړی او هیله لري چې ژر یې درملنه وشي او خپلې ټولنې او خلکو ته خدمت وکړي.
دغه روږد کسان د درملنې په موخه د کابل د پلچرخي زندان یوه کمپ ته انتقال شوي دي.
 
په ورته وخت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو مسئولين وايي، چې تر شلو کلونو وروسته به په نشه يي توکو روږدي کسان تر پل سوخته لاندې پاک کړي او تر پاکولو وروسته به يې په اساسي ډول ترميم او رنګ شي.
 
په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې د اسلامي امارت مشر ملاهبت الله اخندزاده ۸ میاشتې وړاندې د نشه يي توکو پر کښت، تولید او قاچاق بندیز ولګاوه.
 


د مطلب کود: 264489

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264489/په-نشه-يي-توکو-روږد-کسان-خوښ-دي-چې-د-دولت-له-لوري-راټول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com