کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان - ټرانس پروژې پر پیل د اسلامي امارت ټینګار

8 دلو 1401 ساعت 15:22

د هېواد د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د دې ادارې مشر د ازبکستان او پاکستان له چارواکو سره پرېکړه کړې، چې د افغانستان د ټرانسپورټ د پروژې تخنیکي مطالعات د تاشکند او اسلام اباد په لګښت پیل کړي.


آوا - کابل: د هېواد د اورګاډي پټلۍ اداره وايي چې افغانستان هڅه کوي له ګاونډیو هېوادونو سره د دغې پروژې په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ په موخه څو اړخیزې همکارۍ ولري.
 
د دغه رياست د معلوماتو پر بنسټ، يوازې د جدي په مياشت کې نږدې ٤٦٥ زره مټريک ټنه توکي د اورګاډي پټلۍ له لارې د هېواد له بندرونو څخه صادر او وارد شوي دي.
 
د افغانستان د ریل پټلۍ ریاست ویاند عبدالسمیع دراني طلوع نیوز ته وویل: د افغانستان د ریل پټلۍ اداره هڅه کوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره د پوره همغږۍ په موخه خپلې ناستې زیاتې کړي، څو افغانستان د اسیا د اقتصاد په ډګر بدل شي.
 
په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، افغان سوداګر اوس مهال د هرات، اقینې او تورغونډۍ د بندرونو له لارې خپل محصولات د سیمې او اروپا هېوادونو ته لېږدوي.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: زموږ سوداګر کولای شي ژر تر ژره او په کم لګښت صادرات او واردات وکړي. موږ د سیمې له هېوادونو سره د هرات، اقینې او تورغونډۍ د بندرونو له لارې وصل یو او له دې لارې کولای شو له اروپايي هېوادونو سره وصل شو او خپل صادراتي توکي د هغوی بازارونو ته وړاندې کړو.
 
يو شمېر سوداګر له ګاونډيو هېوادونو سره د اورګاډي پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو د اسانتيا ستاينه کوي؛ خو دوی د هېواد د اورګاډي له ادارې غواړي چې د سوداګرو د ملکیتونو د لېږد لپاره لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
 
په دې وروستیو کې د ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اقتصادي همکاریو د سازمان (ECO) غونډې په څنډه کې د افغانستان – ټرانس اورګاډي د پټلۍ په برخه کې د شته همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
 
د هېواد د اورګاډي د ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د افغان – ټرانس پروژه، چې له مزارشریف څخه تر تورخم پورې ۷۶۴ کیلومتره اوږدوالی لري، د کابو شپږ میلیارده ډالرو په لګښت په پنځو کلونو کې بشپړېږي.
 


د مطلب کود: 264490

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264490/د-افغان-ټرانس-پروژې-پر-پیل-اسلامي-امارت-ټینګار

آوا
  https://www.avapress.com