کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر ولایت کې پر ۱۹۵۰ کورنیو خوراکي توکي وویشل شول

8 دلو 1401 ساعت 15:25

افغاني سرې میاشتې وايي، د اسلامي همکاریو سازمان په همکارۍ یې د لوګر ولایت په دوو ولسوالیو کې پر ۱۹۵۰ کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.


آوا - کابل: د حکومت د رسنیو مرکز نن سه شنبه (دلو ۸) د لوګر ولایت په برکی برک او څرخ ولسوالیو کې له ۱۹۵۰ اړمنو کورنیو سره د افغانی سرې میاشتې د خوراکی توکو مرسته اعلان کړه.
 
په دغو مرستو کې ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره او دوه کیلو خرما شاملې وې، چې پر اړمنو کورنیو ووېشل شوې.
 
د حکومت د رسنیو مرکز وايي، د ژمي د موسم تر پایه به دغه مرستې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې پر ۴۷۴۰۰ اړمنو کورنیو ووېشل شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې افغاني سرې مياشتې له دې وړاندې هم د هېواد له ډېرو اړمنو کورنيو سره مالي او خوراکي مرستې کړې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغاني سرې مياشتې يو له هغو مرستندويه موسسو څخه ده، چې په ډېرو هېوادونو کې له خلکو سره مرستې کوي.
 


د مطلب کود: 264492

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264492/په-لوګر-ولایت-کې-پر-۱۹۵۰-کورنیو-خوراکي-توکي-وویشل-شول

آوا
  https://www.avapress.com