دخپریدو نیټه :شنبه ۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 264492
په لوګر ولایت کې پر ۱۹۵۰ کورنیو خوراکي توکي وویشل شول
افغاني سرې میاشتې وايي، د اسلامي همکاریو سازمان په همکارۍ یې د لوګر ولایت په دوو ولسوالیو کې پر ۱۹۵۰ کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د حکومت د رسنیو مرکز نن سه شنبه (دلو ۸) د لوګر ولایت په برکی برک او څرخ ولسوالیو کې له ۱۹۵۰ اړمنو کورنیو سره د افغانی سرې میاشتې د خوراکی توکو مرسته اعلان کړه.
 
په دغو مرستو کې ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره او دوه کیلو خرما شاملې وې، چې پر اړمنو کورنیو ووېشل شوې.
 
د حکومت د رسنیو مرکز وايي، د ژمي د موسم تر پایه به دغه مرستې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې پر ۴۷۴۰۰ اړمنو کورنیو ووېشل شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې افغاني سرې مياشتې له دې وړاندې هم د هېواد له ډېرو اړمنو کورنيو سره مالي او خوراکي مرستې کړې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغاني سرې مياشتې يو له هغو مرستندويه موسسو څخه ده، چې په ډېرو هېوادونو کې له خلکو سره مرستې کوي.
 
https://avapress.com/vdcco0qii2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته