دخپریدو نیټه :شنبه ۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 264496
د لوړو زده کړو وزارت د زده کړو د کیفیت په لوړولو او ښه والي ټینګار وکړ
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم د دغه وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې په هېواد کې د پوهنې د کیفیت پر ښه والي او لوړولو ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې غونډه کې چې نن شنبه (دلو ۸) جوړه شوې وه، مولوي ندا محمد ندیم د هېواد په سړو ولایتونو کې د لوړو زده کړو موسسو د اړتیاوو د پوره کولو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: رهبري شورا له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې سړو ولایتونو ته د تعلیمي موسسو د ستونزو او اړتیاوو د څیړلو په موخه تللي.
 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ټینګار وکړ، چې د پوهنې د کیفیت د لوړولو او ښه والي په موخه دې د دغه وزارت مسئولین د څارنې بهیر زیات کړي.
 
دغه راز په دې غونډه کې د دولتي ديني علومو د علمي کارکوونکو د علمي رتبو د جوړولو او عملي کولو طرزالعمل، د تخصصي څانګو د بودجې خپلواکي، د مشورتي ښوونيزو شرکتونو د کړنلارې طرحه، د کانکور ازموينې په اړه خبرې وشوې او د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د پسرلني سمستر او نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
 
https://avapress.com/vdcgyt9x3ak93t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته