کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک شپاړس میلیونه ډالره لیلاموي

8 دلو 1401 ساعت 16:16

د افغانستان مرکزي بانک وايي، د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په موخه به سبا یکشنبه (دلو ۹) ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.


آوا - کابل: د افغانستان مرکزي بانک نن (شنبه، دلو ۸) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې سبا (یکشنبه، دلو ۹) به ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي، څو د اسعارو د ارزښت لا پياوړي شي.
 
د افغانستان مرکزي بانک له سوداګریزو بانکونو او د تبادلې او مالي خدمتونو له شرکتونو غوښتي، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
 
دغه بانک زیاته کړه چې د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
تېره اوونۍ د افغانستان مرکزي بانک د افغانۍ د ارزښت د لا پياوړتيا په موخه څوارلس مليونه ډالره په ليلام کې وپلورل.
 


د مطلب کود: 264503

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264503/مرکزي-بانک-شپاړس-میلیونه-ډالره-لیلاموي

آوا
  https://www.avapress.com