کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د پنځه زره څارویو د له منځه وړلو مخه ونیول شوه

8 دلو 1401 ساعت 16:22

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې په وروستیو سړو ورځو کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۵ زره څارویو د له منځه تلو مخه نیولې ده.


آوا - هرات: د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی پیر محمد حلیمی وایی چې د دغه ریاست په تېرو څو ورځو کې د دغه ولایت په کشک رباط سنګی ولسوالۍ کې چې د افغانستان او ترکمنستان پولې ته څېرمه موقیت لري، پنځه زره څاروی يي د مرګه ژغورلي دي.
 
ده زياته کړه: دې رياست له نورو سيمه ييزو مسئولينو سره په همغږۍ او همکارۍ دغه ستونزه حل کړه او څه ناڅه اته ټنه د څارويو خوراکي توکي يې وويشل.
 
مولوي حليمي دغه راز زياته کړه: د يادو شويو خوراکي توکو په رارسيدو سره په سيمه کې ټول څاروي له منځه تلو څخه وژغورل شول.
 
ده دغه راز ټينګار وکړ: دغه رياست هڅه کوي چې د هرات د کروندګرو او مالدارانو ټولې ستونزې هوارې کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د سړې هوا له امله په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په لوېدیځو ولایتونو کې زرګونه ډوله څاروي له منځه تللي، چې کروندګرو ته یې ډېر مالي زیانونه اړولي دي.
 


د مطلب کود: 264504

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264504/په-هرات-کې-د-پنځه-زره-څارویو-له-منځه-وړلو-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com