دخپریدو نیټه :شنبه ۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۲
د مطلب کود : 264504
په هرات کې د پنځه زره څارویو د له منځه وړلو مخه ونیول شوه
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې په وروستیو سړو ورځو کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۵ زره څارویو د له منځه تلو مخه نیولې ده.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی پیر محمد حلیمی وایی چې د دغه ریاست په تېرو څو ورځو کې د دغه ولایت په کشک رباط سنګی ولسوالۍ کې چې د افغانستان او ترکمنستان پولې ته څېرمه موقیت لري، پنځه زره څاروی يي د مرګه ژغورلي دي.
 
ده زياته کړه: دې رياست له نورو سيمه ييزو مسئولينو سره په همغږۍ او همکارۍ دغه ستونزه حل کړه او څه ناڅه اته ټنه د څارويو خوراکي توکي يې وويشل.
 
مولوي حليمي دغه راز زياته کړه: د يادو شويو خوراکي توکو په رارسيدو سره په سيمه کې ټول څاروي له منځه تلو څخه وژغورل شول.
 
ده دغه راز ټينګار وکړ: دغه رياست هڅه کوي چې د هرات د کروندګرو او مالدارانو ټولې ستونزې هوارې کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د سړې هوا له امله په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په لوېدیځو ولایتونو کې زرګونه ډوله څاروي له منځه تللي، چې کروندګرو ته یې ډېر مالي زیانونه اړولي دي.
 
https://avapress.com/vdcgzt9xtak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته