کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هېواد کې د طبیعي او ګاز نیوني پیښو له امله د تلفاتو شمېر ۱۶۶ ته رسېدلي

9 دلو 1401 ساعت 10:32

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په ۲۴ ولایتونو کې د سړې هوا، سېلابونو او ګازو د پېښو د قربانیانو شمېر ۱۶۶ تنو ته رسېدلی او دغه وزارت تر اوسه له ۴۰ زره زیانمنو شویو سره مرسته کړې او د مرستو رسولو لړۍ روانه ده.


آوا - کابل: د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالرحمن زاهد وايي، چې د تېرې میاشتې له پیل راهیسې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، د استوګنې سل کورونه ويجاړ شوي او نږدې ٨٠ زره څاروي له منځه تللي دي.
 
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، تر اوسه یې له ۴۰ زره زیانمنو شویو سره مرسته کړې او د مرستو رسولو لړۍ لا هم روانه ده.
 
په همدې حال کې د هوا پېژندنې ادارې د سالنګ په ګډون د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
 
د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن او سبا په پلازمېنه کابل او په ځینو نورو ولایتونو کې د واورې او باران امکان شته.
 
د هوا پېژندنې ادارې په بېلابېلو ځایونو کې د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۲۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۰ تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل کړې ده.
 


د مطلب کود: 264515

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264515/په-هېواد-کې-د-طبیعي-او-ګاز-نیوني-پیښو-له-امله-تلفاتو-شمېر-۱۶۶-ته-رسېدلي

آوا
  https://www.avapress.com