دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 264520
په ننګرهار کې شپږ زره او ۵۰۹ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوي دي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په ننګرهار کې په دوو ولسوالیو کې ۶۵۰۹ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن یکشنبه (دلو ۹) ټویټ کړی چې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې ۶۵۰۹ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړي دي.
 
د ننګرهار د کرنې ریاست وايي، دغه اندازه ځمکه د ننګرهار په سرخرود او چپرهار ولسوالیو کې وه.
 
تر دې مخکې د غصب شويو ځمکو د مخنيوي کمېسيون تخنيکي کمېټې اعلان کړى و، چې په تخار ولايت کې درې زره جريبه او د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ٢٢٠٠ جريبه ځمکه دولتي ځمکي غضب شوي دي.
 
دغه ځمکې په داسې حال کې بېرته راګرځول شوې، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ډېرې ځمکې د غضب څخه خلاص شوي او د غضب د کمېسيون د تخنيکي کمېټې له خوا تصفيه شوې دي.
 
د یادولو وړ ده چې د مالیې وزارت د اسلامي امارت د مشر ملاهبت الله اخندزاده د فرمان په اساس د افغانستان په ټول ولایت کې د زورواکو لخوا د غصب شوو ځمکو د څیړلو کار پیل کړی او په دې اړه یې د یوې درې کسیزې کمیټې په جوړولو کار پیل کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcewe8w7jh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته