دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 264523
د برتانیې مسلمانانو د سویډن د افراطي استازي پر ضد د پرېکنده اقدام غوښتنه وکړه
په انګلستان کې د میشتو مسلمانانو یوې ډلې پرون (شنبه، دلو ۸) په لندن کې د سویډن سفارت مخې ته راټول شوي وو، د سویډن د افراطي استازي دغه شرمناک عمل او د قران کریم سوځول یې وغندل او د هغه پر ضد یې د پرېکنده اقدام غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: په دغه لاريون کې ګډونوالو د دغه اسلام ضد عمل په غندلو سره شعارونه ورکول او د مشرانو او مسئولينو پر ضد يې شعارونه ورکول. په دې غونډه کې له بېلابېلو ښارونو څخه راټولو شويو مسلمانانو د ماسپښين له لمانځه وروسته د قران عظيم الشان د مبارکو اياتونو تلاوت وکړ.
 
دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ وړاندې د ډنمارک - سویډني ښي اړخي سیاستوال راسموس پالودان د پولیسو په ملاتړ او د دغه هېواد د چارواکو په اجازې په ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قران کریم یوه نسخه سوځولې وه. هغه پرون (جمعه) د کوپنهاګن په یوه سیمه کې د دغه ښار د اسلامي ټولنې د جومات مخې ته د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته یو ځل بیا قرآن کریم ته سپکاوی وکړ.
 
دغه افراطي سیاستوال دا کار په داسې حال کې وکړ، چې پولیسو هغه ځای محاصره کړی و. د دغه افراطي سیاستوال د سپکاوي پر مهال عبادت کوونکو د دغه عمل په وړاندې غبرګون وښود، خو د پولیسو له خوا په شا شول.
 
په دې وروستیو ورځو کې دا دویم ځل دی چې دغه کس د قران کریم سپکاوی کوي. هغه اعلان وکړ چې تر هغه به دغه سپکاوی کوونکي عمل ته دوام ورکړي تر څو چې سویډن په ناټو کې شامل نه شي.
 
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانانو د دغه سپکاوي عمل په کلکه غندلی دی.
 
https://avapress.com/vdchiknix23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته