کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مجاهد: جمهوري ریاست د بین الافغاني مذاکراتو مخالف وو

9 دلو 1401 ساعت 14:32

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت او واشنګټن تر منځ د دوحې له تړون وروسته تېر حکومت د بین الافغاني مذاکراتو مخالف و او هڅه یې کوله چې دغه بهیر ګډوډ کړي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایی: اسلامی امارت د خبرو اترو د بهیر له پرمختګ څخه ناهیلې شوی وو، له همدی امله پوځی اقدام وکړ.
 
دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو د پخواني وزير مايک پومپيو د کتاب له خپرېدو وروسته شوې دي. مایک پامپیو په خپل کتاب کې ویلي، چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د سولې د خبرو پر مهال د سولې د خبرو په لاره کې محمد اشرف غني یو خنډ و.
 
د اسلامي امارت ویاند اوس وايي چې په کابل کې مذاکراتي ټیم تل د بین الافغاني مذاکراتو مخالف وو.
 
ښاغلي مجاهد طلوع نیوز ته وویل: کله چې موږ له امریکایانو سره هوکړې ته ورسېدو، نو بیا د بین الافغاني خبرو د پیل وخت رارسېدلی وو، له بده مرغه د کابل حکومت خنډ شو او د هغه وخت د کابل حکومت مشران په لاره کې ودرېدل او د بین الافغاني مذاکراتو د پرمخ بیولو اجازه یې ورنکړه.
 
ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې اسلامي امارت مجبور شو چې نظامي لاره خپله کړي. نوموړي په دې اړه وویل: دې کار ته اړتیا وه او اسلامي امارت اړ شو چې دا مسئله له پوځي لارې حل کړي.
 
د پوهنتون استاد، سید جواد سجادي وايي: "موږ په ټولو چارو کې دا مهال له یوه بدمرغه وضعیت سره مخ یو، چې له شک پرته یې ریښه له هېواده د ښاغلي اشرف غني غیر مسئولانه وتل دي."
 
د سیاسي چارو کارپوه توریالي ځاځي وویل: د ښاغلي غني وتل یو مثبت کار و، ځکه که هغه په ​​هېواد کې پاتې شوی وای، د تېرو حکومتونو په څېر به ترخې پېښې تکرار شوې وای.
 
یو شمېر کابل ښاریان محمد اشرف غني د جمهوري نظام د سقوط او په هېواد کې د اقتصادي بحران لامل بولي.
 
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر د خپل کتاب په یوه برخه کې د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني تر ټولو بد مشر او د هغه کړني درغلي بللی او د امریکا د متحدو ایالتونو په بشري مرستو یې پښیمانه بللی دی.
 


د مطلب کود: 264539

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264539/مجاهد-جمهوري-ریاست-د-بین-الافغاني-مذاکراتو-مخالف-وو

آوا
  https://www.avapress.com