کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د داعش مهم ځالې له منځه وړل شوي دي

9 دلو 1401 ساعت 14:39

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې خبرې سره چې په افغانستان کې د داعش شتون ښکاره نه دی، وايي چې په کابل او د هیواد په نورو ښارونو کې د داعش خورا مهم ځالې له منځه وړل شوي دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش حضور ناڅرګند بولي او وايي چې د دغې ترهګرې ډلې د ډیرو بریدونو مخه نیول شوې ده.
 
نوموړي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د دغې ډلې د ځپلو په موخه هڅې روانې وبللې او زیاته یې کړه، چې په کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې د داعش ډېر مهم ځالې له منځه وړل شوي دي.
 
ذبیح الله مجاهد ادامه ورکړه: موږ هوډ لرو چې د داعش اړوند ټولې ځالې له منځه یوسو او هغه ریښې به له منځه یوسو چې دوی یې پیاوړي کوي.
 
په همدې حال کې په افریقا کې د داعش د څانګې مشر بلال السوداني هم په دې وروستیو کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.
 
سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې السوداني په افغانستان کې د داعش د څانګې په ګډون په ټوله نړۍ کې د داعش پورې تړلو ډلو د تمویل مسئول و.
 


د مطلب کود: 264541

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264541/د-افغانستان-په-بېلابېلو-ښارونو-کې-داعش-مهم-ځالې-له-منځه-وړل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com