دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 264541
د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د داعش مهم ځالې له منځه وړل شوي دي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې خبرې سره چې په افغانستان کې د داعش شتون ښکاره نه دی، وايي چې په کابل او د هیواد په نورو ښارونو کې د داعش خورا مهم ځالې له منځه وړل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش حضور ناڅرګند بولي او وايي چې د دغې ترهګرې ډلې د ډیرو بریدونو مخه نیول شوې ده.
 
نوموړي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د دغې ډلې د ځپلو په موخه هڅې روانې وبللې او زیاته یې کړه، چې په کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې د داعش ډېر مهم ځالې له منځه وړل شوي دي.
 
ذبیح الله مجاهد ادامه ورکړه: موږ هوډ لرو چې د داعش اړوند ټولې ځالې له منځه یوسو او هغه ریښې به له منځه یوسو چې دوی یې پیاوړي کوي.
 
په همدې حال کې په افریقا کې د داعش د څانګې مشر بلال السوداني هم په دې وروستیو کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.
 
سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې السوداني په افغانستان کې د داعش د څانګې په ګډون په ټوله نړۍ کې د داعش پورې تړلو ډلو د تمویل مسئول و.
 
https://avapress.com/vdchkkniz23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته