دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 264548
امریکا د جوبایډن په مشرۍ د فاسدو سیاستوالو لخوا د تباهۍ په لور روانه ده
د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د خپل ګډون د اعلانولو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته یې وینا کوله، یو ځل بیا د دغه هېواد پر اوسني حکومت نیوکې وکړې او ویې ‌ویل چې امریکا د «جو بایډن» تر مشرۍ لاندې د فاسدو سیاستوالو د تباهۍ په لور روانه ده.
افغان غږ خبری آژانس: ټرمپ په نیو همپشایر ایالت کې د جمهوري غوښتونکو ګوند د پلویانو په یوه غونډه کې وویل چې د «جوبایډن» په مشرۍ امریکا د فاسدو سیاستوالو له خوا له منځه ځي.
 
د امریکایی رسنیو په وینا، هغه څرګنده کړه: "د بایډن په دوره کې، زموږ هیواد د یو خود غرض، بنسټپاله او فاسد سیاسي ادارې لخوا ویجاړ شوی دی. "هیڅوک نه پوهیږي چې ولې دا کوي."
 
ټرمپ د دیموکرات ګوند مشرتابه د "انتهايي کیڼ لاسي" په توګه په ګوته کولو سره وویل: "زه فکر کوم چې په ډیری مواردو کې دوی مارکسیسټان او کمونیسټان دي، خو متحده ایالات داسې ولسمشر ته اړتیا لري چې له لومړۍ ورځې څخه او له ځنډه پرته پیل ته چمتو وي او هغه شخص زه یم!
 
تر دې مخکې هغه د جوبایډن د ولسمشرۍ پر مهال په راتلونکو دوو کلونو کې د دغه هېواد د بقا په اړه د شک په څرګندولو سره ویلي وو، چې واشنګټن هېڅکله په داسې کړکېچن حالت کې نه و.
 
هغه له امریکایانو وغوښتل چې "د خپل هیواد د ویجاړولو مخه ونیسي او امریکا وژغوري"  او د نومبر په اتمه د کانګرس په منځمهاله انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړو ته رایه ورکړي.
 
https://avapress.com/vdceee8wvjh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته