کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت د مالیې وزارت مالیاتي جرمونه معاف کړل

10 دلو 1401 ساعت 11:11

د اسلامي امارت د مالیې وزارت وايي، چې د دغه وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده مهرباني پر بنسټ، د مالیه ورکوونکو مالیاتي جرمونه معاف شوي دي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د مالیې وزارت تیره شپه (یکشنبه، دلو ۹) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې مالیه ورکوونکي باید د روان مالي کال تر پایه خپل د تیرو کلونو مالیاتي بیلانس تادیه کړي.
 
د اسلامي امارت د مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې هغه تحویلي چې په قسطونو او یا په مجموع کې د ۱۴۰۱ کال د سنبلې د میاشتې له ۱۵ نیټې مخکې تر لاسه شوي، د مالیاتي جرمونو د معافیت له حکم څخه مستثنی دي، خو وروسته له دې نیټه څخه د ترلاسه شوي جرمونه بیرته اخیستل کیدی شي او د راتلونکو کلونو لپاره د عوایدو مدیریت سیسټم له لارې د مخکینۍ تادیې په توګه ګڼل کیږي.
 
دغه وزارت په داسې حال کې د مالیې جرمونه معاف کړي، چې په یو شمېر ولایتونو کې هټیوال او واړه دوکانداران د مالیاتو د زیاتوالي خبره کوي.
 
د نړیوال بانک وروستی راپور ښيي چې اسلامي امارت د ۲۰۲۲ کال په نهو میاشتو کې (د مارچ له ۲۲ څخه تر ۲۱ دسمبر) ۱۳۵،۹ میلیارده افغانۍ چې ۱.۵۴ میلیارده امریکايي ډالر معادل دي، لاسته راوړي دي. د ډبرو سکرو د بیو او صادراتو زیاتوالی هم د اسلامي امارت د حکومت د عوایدو په زیاتوالي کې رول لوبولی دی.
 


د مطلب کود: 264576

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264576/د-اسلامي-امارت-مالیې-وزارت-مالیاتي-جرمونه-معاف-کړل

آوا
  https://www.avapress.com