دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 264578
د سختو واورو ورېدل د سالنګ لویه لار د ترافیکو پرمخ تړلې ده
د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویه لار د سختو واورو او توپان له امله تړل شوې ده او دغه وزارت له ښاریانو غوښتي چې تر بل خبرتیا پورې دې د سالنګ پر لویه لار تګ راتګ نه کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت د یکشنبې په شپه (دلو ۹) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست مسؤلین د لویو لارو د موټرو د تګ راتګ په موخه تصفیه کوي.
 
د فواید عامې وزارت له خلکو غوښتي چې تر بل خبرتیا پورې دې د سالنګ پر لویه لار تګ راتګ نه کوي.
 
د سالنګ لویه لاره یوه ستراتیژیکه لار ده چې کابل د هېواد له شمال سره نښلوي.
 
دغه لویه لاره کله ناکله په ژمي کې د واورې د ورښت له امله تړل کیږي.
 
له پرون راهیسې د کابل په ګډون په سالنګ او د هېواد په نورو سیمو کې واوره وریږي.
 
د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت له هیوادوالو غوښتي چې په سختو لارو د تګ راتګ پر مهال ترافیکي اصول مراعات کړي.
 
https://avapress.com/vdchqkni623n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته