دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 264586
توماس ویسټ پاکستان، جرمني او سویس ته سفر کوي، چې تمرکز یې پر افغانستان دی
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ پاکستان، جرمني او سویس ته د خپل سفر د پیل اعلان کړی، چې تمرکز به یې پر افغانستان وي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د جنورۍ له ۲۹ تر فبرورۍ پورې به په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه د امریکا له متحدینو، افغانانو او د بشري مرستو له موسسو سره سلا مشورې وکړي.
 
د غرب د سفر په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت وروستیو فرمانونو نړیواله ټولنه له غیر معمولي ننګونو سره مخ کړې ده، ځکه موږ د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د خپلو ګټو د ساتنې په لټه کې یو.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې توماس ویسټ به له خپلو سیالانو سره په ګډه د سیمه ییز او نړیوال غبرګون د رامنځته کولو لپاره کار وکړي، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو او حیاتي مرستو ته د لاسرسي په برخه کې د ګډې ژمنې څرګندونه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcg7t9x3ak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته