کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر ولایت کې پر ۳۷۰۰ کورنیو خوراکي توکي وویشل شول

10 دلو 1401 ساعت 12:17

د خوړو نړیوال سازمان وايي، د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې یې پر ۳۷۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.


آوا - کابل: د خوراک نړیوال سازمان (WFP) وايي، د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې یې پر ۳۷۰۰ کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.
 
په دغو مرستو کې یوه بوجۍ اوړه، غوړي او یوه نیمه دال دال اوړه شامل وو، چې پر اړمنو او بې وزلو وویشل شول.
 
په همدې حال کې د خوړو نړیوال سازمان په ټول هېواد کې پر ډېرو اړمنو کسانو خوراکي توکي وېشي.
 
تر دې مخکې دغې ادارې اعلان کړی و، چې د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته یې په افغانستان کې پر ۲۱ میلیونو خلکو مرستې وېشلې دي.
 
بايد يادونه وشي، چې په هېواد کې د بېوزلۍ او اړتيا د زياتوالي له امله، ډېرى مرستندويه موسسې په ټول هېواد کې له بېوزلو سره مرستې کوي؛ خو د کابل او یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي د دغو مرستو له غیر عادلانه وېش څخه شکایت کوي.
 


د مطلب کود: 264592

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264592/په-لوګر-ولایت-کې-پر-۳۷۰۰-کورنیو-خوراکي-توکي-وویشل-شول

آوا
  https://www.avapress.com