دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 264604
د کانونو او پټرولیم وزارت ۳۳۰ ټنه استخراج شوي نفرایت داوطلبي ته وسپارل
د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې غواړي د هغو ۳۳۰ ټنو نفرایت داوطلبۍ ته دوام ورکړي، چې پخوا د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په سجاوند سیمه کې کان کیندل شوي وو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت نن دوشنبه (دلو ۱۰) په خپله ټویټر پاڼه کې یوه اعلامیه خپره کړه، چې له مخې به یې ۳۳۰ ټنه مخکینی استخراج شوی نفرایت داوطلبۍ ته وسپارل شی.
 
دغه وزارت له نوماندانو غوښتي چې د اعلان له نېټې څخه د لسو کاري ورځو په موده کې د کادستر او کانونو د تنظیم عمومي ریاست ته خپل غوښتنلیکونه وسپاري.
 
نفرایت د هیواد یو له قیمتي ډبرو څخه ده چې په ننګرهار، کاپیسا، لوګر، کنړ، وردګو او پروان ولایتونو کې زیرمې لري.
 
تر دې مخکې د کانونو او پټرولیم وزارت په ننګرهار ولایت کې د نهو نفرایت کانونو د استخراج خبر ورکړی و.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان د ليتيم، سپينو زرو، مسو، اوسپنې او قيمتي ډبرو په ګډون ګڼ کانونه لري، چې يو شمېر يې په ځينو ولايتونو کې په غير قانوني ډول استخراجېږي.
 
https://avapress.com/vdchvknik23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته