کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هیواد زیربنایي سکتورونو ته د بشردوستانه مرستو د تخصیص په اړتیا باندې د اقتصاد وزارت ټینګار

10 دلو 1401 ساعت 14:01

د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره په کتنه کې وویل چې بشري مرستې په اوږدمهال توګه د خلکو ستونزې نه شي هوارولی او دا مرستې باید په پراختیايي او زیربنایي برخو کې ولګول شي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت نن دوشنبه (دلو ۱۰) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل.
 
د اقتصاد وزارت سرپرست وايي، بشري مرستې په اوږدمهال کې د خلکو ستونزې نه شي هوارولی او دا مرستې باید د انکشافي او زیربناوو په برخو کې وشي.
 
قاري دین محمد حنیف د افغانستان ستونزې د خبرو له لارې هوارول غواړي او پر سرپرست حکومت فشارونه بې ګټې بولي.
 
دغه وزارت په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفیر له خولې ویلي چې غواړي د پوهنې په برخه کې شته ستونزې هوارې کړي او دا مسئله د افغانستان په اقتصادي ثبات پورې تړلې ګڼي.
 


د مطلب کود: 264608

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264608/د-هیواد-زیربنایي-سکتورونو-ته-بشردوستانه-مرستو-تخصیص-په-اړتیا-باندې-اقتصاد-وزارت-ټینګار

آوا
  https://www.avapress.com