دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 264608
د هیواد زیربنایي سکتورونو ته د بشردوستانه مرستو د تخصیص په اړتیا باندې د اقتصاد وزارت ټینګار
د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره په کتنه کې وویل چې بشري مرستې په اوږدمهال توګه د خلکو ستونزې نه شي هوارولی او دا مرستې باید په پراختیايي او زیربنایي برخو کې ولګول شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت نن دوشنبه (دلو ۱۰) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل.
 
د اقتصاد وزارت سرپرست وايي، بشري مرستې په اوږدمهال کې د خلکو ستونزې نه شي هوارولی او دا مرستې باید د انکشافي او زیربناوو په برخو کې وشي.
 
قاري دین محمد حنیف د افغانستان ستونزې د خبرو له لارې هوارول غواړي او پر سرپرست حکومت فشارونه بې ګټې بولي.
 
دغه وزارت په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفیر له خولې ویلي چې غواړي د پوهنې په برخه کې شته ستونزې هوارې کړي او دا مسئله د افغانستان په اقتصادي ثبات پورې تړلې ګڼي.
 
https://avapress.com/vdcbgab5wrhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته