کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په شپږو اقتصادي برخو کې مو د تېرو کلونو په پرتله ښې لاسته راوړنې درلودې

10 دلو 1401 ساعت 14:07

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال دفتر وايي، د تېرو کلونو په پرتله د صادراتو، عايداتو، د پولي ثبات، د بانکي نظام د سقوط د مخنيوي، د دولتي مامورينو د معاشونو د ورکړې او برېښنايي حکومتولۍ په برخو کې ډېر پرمختګونه شوي دي.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال نن دوشنبه (دلو ۱۰) په یوه ټویټ کې لیکلي چې د تېرو کلونو په پرتله په ۶ اقتصادي برخو کې بې ساري لاسته راوړنې لري.
 
په دغه ټویټ کې ویل شوي چې په تېرو لسو میاشتو کې د صادراتو کچه ۱ میلیارد او ۷۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلې، پر بانکي سکټور د بندیزونو له امله د پولي ثبات او په دغه موده کې د یو میلیارد او ۷۰۰ میلیونو ډالرو عوایدو راټولول د وروستۍ لس میاشتې په اقتصادي برخه کې د دوی له لاسته راوړنو څخه دي.
 
د بانکدارۍ سکټور د سقوط مخنیوی او پر هغه د خلکو د باور زیاتول، په یوه میاشت کې د ۸۰۰ زره دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکول او الکترونیکي حکومتولۍ په اقتصادي برخه کې د دوی له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
 
په همدې حال کې د افغانستان صادرات د تېرو کلونو په پرتله په بې ساري ډول زیات شوي دي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت لاسته راوړنې په ځانګړي ډول په اقتصادي برخه کې د ټول هیواد د کنټرول له بیا پیلیدو سره زیاتې شوي دي.
 


د مطلب کود: 264610

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264610/په-شپږو-اقتصادي-برخو-کې-مو-د-تېرو-کلونو-پرتله-ښې-لاسته-راوړنې-درلودې

آوا
  https://www.avapress.com