کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د پېښور ښار په یوه جومات کې چاودنې تر ۷۰ زیات کسان وژلي او ټپیان کړي دي

10 دلو 1401 ساعت 15:32

د پاکستاني سرچینو په وینا، د پېښور ښار په یوه جومات کې چاودنې تر ۷۰ ډیر زیات کسان وژلي او ټپیان کړي دي. سرچینې د ۲ لمونځ کوونکو د وژل کېدو خبر ورکوي.


آوا: د پاکستان د خبري رسنیو د خبر له مخې، نن سهار د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې د پولیسو مرکز ته څېرمه په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده.
 
د پیښور په ټولو روغتونونو کې د بیړني حالت د اعلانولو او دغه ښار ته په غځیدلو سړکونو کې دننه او د امنیتي تدابیرو د ټینګولو راپورونه په داسې حال کې دي، چې په وروستیو میاشتو کې د ترهګرۍ په پیښو کې بې ساري زیاتوالی راغلی دی.
 
د پېښور پولیسو په جومات کې د ځانمرګي برید احتمال رد نه کړ او اعلان یې وکړ چې دا یوه زوروره چاودنه وه. د دغې چاودنې شدت دومره وو چې د جومات چت ونړېد او ویل کېږي چې یو شمېر کسان تر خاورو لاندې شوي او یا هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
نن د پاکستان په شمال لویدیځ کې د «پیښور» ښار په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال یوې چاودنې لږ تر لږه ۷۰ تنه ټپیان کړل او په دې پیښه کې د تلفاتو د زیاتیدو رپوټونه هم شته. تر اوسه د ۲ تنو عبادت کوونکو وژل کېدل تایید شوي دي.
 
تر اوسه کوم چا یا ډلې په پېښور کې د نننۍ چاودنې مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
 
د تېر کال د حوت ۱۳مه نېټه د پېښور په رسالدار سیمه کې د شیعه ګانو په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه سل تنه لمونځ کوونکي ووژل شول. د داعش ترهګرې ډلې د دغه برید مسئولیت منلی وو.
 
له افغانستان سره د سرحدی صوبې په توګه د خیبر پښتونخوا صوبې په شمول د پاکستان په مختلفو سیمو کښې په دې وروستیو میاشتو کښې ترهګرې پیښې زیاتې شوی دی او د اکثرو دغو حملو مسئولیت د تحریک طالبان پاکستان ترهګره ډله په غاړه اخلی.
 


د مطلب کود: 264627

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264627/د-پاکستان-پېښور-ښار-په-یوه-جومات-کې-چاودنې-تر-۷۰-زیات-کسان-وژلي-او-ټپیان-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com