کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزارشریف کې د شهید مصباح د شهادت د تلین مراسم؛ د هغه لاره دوام لري

10 دلو 1401 ساعت 15:57

د مصباح او د هغه د اتو ملګرو د شهادت د ۲۸م تلین د نمانځنې مراسم په مزارشریف ښار کې د تبیان د نمایندګۍ په دفتر کې د مخورو، علماوو، او محصلینو په حضور کې ترسره شول. په دې مراسمو کې ویناوالو ټینګار وکړ چې د شهید مصباح لاره دوام لري.


آوا - مزارشریف: د مصباح او د هغه د اتو ملګرو د شهادت ۲۸م تلین نن دوشنبه د دلوي ۱۰ مه د مزارشریف ښار د تبیان مرکز د غونډو په تالار کې ونمانځل شو. .
 
د دې مراسمو ويناوال د مزارشريف کې د تبيان مرکز د نماينده ګۍ د دفتر مشر حجت الاسلام علي اکبر نورالحق خليلي او د چمتال امام جمعه حجت الاسلام عبدالواحد فولادي د شهید مصباح د شخصيت په ځانګړنو خبرې وکړې.
 
ويناوالو د شهيدانو درناوى د قرانکريم د دستور په توګه ياد کړ او شهيد مصباح يې د جهاد او کلتور د بنسټګر په توګه ياد کړ.
 
دوی ټینګار وکړ، چې د دغه اتل شهید کړني د افغانستان خلکو د بیداري سبب دي.
 
د ويناوالو په وينا، شهيد مصباح د هغه وخت له حالاتو ژور درک درلود او د همدې ژور درک له مخې يې هڅه کوله، چې ولس د وخت له تحريف او رجعت څخه وژغوري.
 
دوی ټینګار وکړ چې شهید مصباح د ټولنې د حرکت انجنیر و او د هغه دا کار ددې لامل شول چې افغانستان د شوروي له واکمنۍ او تیارو څخه وژغورل شي.
 
دغه راز د غونډې د ويناوالو په وينا، دښمنانو هڅه وکړه، چې د مصباح په شهادت سره د هغه آواز خاموشه کړي، خو د هغه په ​​شهادت سره د قرآن او حسيني  دود د تل لپاره ژوندى شو.
 
دا چې د دلوي د میاشتې له نهمه نیټه د سید علی اکبر مصباح د شهادت له تلین سره برابره ده، نو هر کال په همدي مناسبت د هغه موخې او ایډیالونه په هیواد کې دننه او بهر د بیلا بیلو مراسمو په ترڅ کې یاد او څرګندیږي.
 


د مطلب کود: 264631

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264631/په-مزارشریف-کې-د-شهید-مصباح-شهادت-تلین-مراسم-هغه-لاره-دوام-لري

آوا
  https://www.avapress.com